دسوداګری احصائيې د روزنیز ورکشاپ پرانیستل

دسوداګری احصائيې د روزنیز ورکشاپ پرانیستل

نیټه ۱۹/مرغومی/۱۳۹۵

داحصائیې مرکزي اداره

د سوداګری احصائیې روزنیز ورکشاپ د احصائیې د مرکزی اداری د اقتصادی احصائیو او ملی محاسباتو ریاستونو د۱۲ تنو کارکوونکو لپاره نن ورځ په دی اداره کی پرانیستل شو.

په سر کی انجینیرشیرمحمد جامی زاده د احصائیې د مـرکزی اداری سرپرست د احصائیې له ایــــرانی متخصص ښاغلی ډاکتر عزیزالله فرهادی څخه دمننی په ترڅ کی  د ورکشاپ د جوړیدو د اړتیا او د ګډونوالو د پوهی  د کچی په لوړلو کی ئی د ګټورتیا په هکله خبری وکړی ویی ویل، زمونز د اداری په ژوندانه کــی د کارکوونکو د مسلکی وړتیا لوړ والی یو مهم کار دی. دی موخی ته د رسیدو لپاره پر تاسو لازمه ده چی د ننی ورکشاپ له منځپانګی څخه په لوړه کچه استفاده  وکړی او پرې نه ‌ږدی چی دغه فرصت هسی له لاسه ووځی.

ورسته بیا ډاکترعزیزالله فرهادی ګډونوالو سره له پیژندګلوی وروسته د ورکشاپ د محتویاتو او تدریس په اړه خبری وکړی او زیاته ئی کړه چی ویاړ ګڼم چی ستاسو په چو کی قرار لرم او هیله ئی څرګنده کړه چی د ورځو په اوږدو کی له ورکشاپ څخه په لازمه توګه استفاده وشی.

په دی روزنیز ورکشاپ کی به د سوداګریزو احصائیو د راټولولو په نوی میتودونو او د ملی محاسباتو په سنجش کی د سوداګریزو احصائیو څخه د ګټنی په هکله بحث ا ونظر ووړاندی شی.

نوموړی ورکشاپ د اسلامی هیوادونو د همکاری سازمان د روزنیز-احصائیوی- اقتصادی او ټولنیز مرکز په تخنیکی او مالی مرسته داحصائیې د مرکزی اداری د کارکوونکو لپاره جوړ شوی دی او دری ورځو لپاره دوام کوی.

د یادونې وړ ده چې د نوموړی مرکز لخوا پخوا هم په بیلا بیلو احصائیوی برخو کې د دې ادارې د کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شوی دي.