د تابش د پوهنتون څخه د احصائیی د مرکزی اداری د کارکوونکو د فراغت نمانځنه

د تابش د پوهنتون څخه د احصائیی د مرکزی اداری د کارکوونکو د فراغت نمانځنه

۲۲ وری ۱۳۹۶

د احصائیی د مرکزی اداری د ۳۵ تنو کارکوونکو د تابش له پوهنتون څخه د فارغیدو غونډه نن سهار د دی اداری او د تابش پوهنتون د مشرتابه هیئت په ګډون د احصائیی د مرکزی اداری په تالارکی جوړه شوه.

لومړی ښاغلی انجنیرشیرمحمد جامی زاده د احصائیی د مرکزی اداری سرپرست د ارقامو د راټولولو او خبرولو په برخه کی د خپلی اداری د اهمیت او رول په هکله خبری وکړی زیاته ئی کړه چی ترکومه ځایه چی د ارقام د هر پرمختیائی پلان د جوړولو او روزنی لپاره بنسټ جوړول اړینه چی کارکوونکی ئی د علم او پوهی په ګاڼه سمبال واوسی چی د نوموړو کارکوونکو فراغت جوړول اړینه چی کارکوونکی ئی د دی اداری په مسلکی کولو او د وړتیا په لوړولو کی یو مهم ګام واوسی او تردی وروسته با کیفیت او پخپل وقت ارقام د استفاده کوونکو په اختیار ورکړی.

وروسته بیا ښاغلی عبدالصمد غفوری د تابش پوهنتون رئیس د نوموړو کارکوونکو د فراغت په هکله خبری وکړی او زده کړه ئی د بشری پانګو له ډلی یوه مهمه پانګه وبلله.نوموړی وویل د احصائيی مرکزی اداری د تخصصی کولو په برخه کی یومهم ګام او چت کړ او تردی وروسته به دغه اداره وکولای شی د نوموړو کارکوونکو په واسطه د پخپل وقت ارقاموئی په راټولولو او با کیفیت ارقام به تولید کی مهم رول ولوبوی او د خپلو خبرو په ترڅ کی ئي په راتلونکی د دی اداری سره د نوموړی پوهنتون د هرډول مرستو ژمنه وکړه.

په پای کی ښاغلی پوهنمل حسیب الله موحد د احصائيی د مرکزی اداری مسلکی مرستیال د ارقامو په راټولولو په ځان پیشتیبانی او د ارقامو کیفیت د ښه والی په هکله خبری وکړی او زیاته ئی کړه چی په تیرو کی د یوه احصائیوی سلاکار استخدامولو ډیری ستونزی درلودی خو اوس د خوښی ځای دی چی د دی اداری ۳۵ تنه کارکوونکو د احصائيی په رشته کی د فراغت سندونه ترلاسه کوی چی کیدلای شی د مسلکی کسانو تشه ډکه کړی او د احصائیوی فعالیتونه به پراختیا او ښه والی کی ډیر ګټور تمام شی.

د یادونی وړده چی د احصائیی مرکزی اداری نوموړی کارکوونکی د لازمو مړاونو له تیرولو وروسته د احصائیی په څانګه مسلکی کسانو ته د اړتیا پربنسټ  چی د دی اداری په مسلکی او تخصصی چارو کی احساسیدله، د تابش خصوصی پوهنتون ته ور وپیژندل .

نوموړو کارکوونکو خپله تحصیلی دوره د احصائيی په څانګه کی چی لګښتونه ئی د آسانتیا وو لپاره د احصائيی پایلی د پروژی له مالی وجوه څخه چی د دی اداری او د نړیوال بانک ګډه پروژه وه تمویل کیدل، پای ته ورسوله او د فراغت د مبارکی سندونه کی نن ورځ د احصائیی د مرکزی اداری او تابش پوهنتون د مشر تابه هیئت لخوا په راتلونکی کی د دوی د لازیاتو بریاو په هیله ورته وویشل شول.