د اقتصادی- ټولنیزی او دموګرافیکی سروی د ارقامو تحلیل توضیحی ورکشاپ پرانیستل.

د اقتصادی- ټولنیزی او دموګرافیکی سروی د ارقامو تحلیل توضیحی ورکشاپ پرانیستل.

۲۸ وری ۱۳۹۶

 د اقتصادی- ټولنیزی او دموګرافیکی سروی د ارقامو تحلیل او د ارقامو څخه د پروګرامونو په طرحه او ترتیب کی د کارولو توضیح ورکشاپ نن سهار د وزارتونو او دولتی ادارو د کارکوونکو لپاره د وګړو صندوق په مرسته د احصائیی د مرکزی اداری لخوا پرانیستل شو.

په سرکی محترم پوهنمل حسیب الله موحد د احصائیی د مرکزی اداری مسلکی مرستیال ګډونوالوته د ښه راغلاست په ترڅ کی د ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل او یادونه ئی وکړه چی نوموړی ورکشاپ د ارقامو د تحلیل او زیاتره د ارقامو څخه د ګټی اخیستنی په هکله جوړ شوی دی چی څنګه کولای شو د پلانونو او پالیسو په جوړولو کی تری استفاده وکړو. نوموړی زیاته کړه چی د احصائیی  مرکزی اداره همیشه د سروی ګانو د اجرا له لاری په مختلفو برخو کی ارقام راټولوی چی د استفاده کول ئی اداری په دی باندی برلاسی کوی چی خپلی کمزوری نقطی و پیژنی او په راتلونکی کی د اغیزمنو پلانونو په طرحه او ترتیب باندی قادر واوسی.

د احصائیی د مرکزی اداری مسلکی مرستیال همداراز یادونه وکړه چی د احصائیی د مرکزی اداری لخوا د نړیوالو معیارونو مطابق سروی ګانو د اجرا سره بیاهم د ځینو ادارو په واسطه د دی ارقامو څخه ګټنه په ډیره ټیټه کی قرار لری.

نوموړی زیاته کړه چی د علمی او اکادمیک له پلوه د هیوادونو پرمختک د هغو با کیفیته او دقیقو ارقامو راټولولو  سره تړاو لری چی د اړوند مسئوولو بنسټونو لخوائی راټوليږی او ټینګار ئی وکړ چی پر شواهدو واړو پالیسو وکی ترتیب لپاره باید چی د معیاری سروی ګانو له پایلو څخه د استفادی فرهنګ په ټولو دولتی ادارو او نړیوالو بنسټونو کی په یوه معموله چاره بدل کړای شی.

ورپسی د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال د احصائیوی ارقامو د اهمیت او نقش په هکله خبری وکړی او یادونه ئی وکړه چی د احصائیی مرکزی اداری او د وګړو صندوق د یوبل سره په همکاری تر اوسه اقتصادی- ټولنیزه او د موګرافیکی سروی په څو ولایتونو کی ترسره کړی ده. نوموړی د احصائیوی ارقامو اهمیت ته په پاملرنی سره هیله مندی وشودله چی د اړتیا وړ مالی وجوه په لاس ته راوړلو سره دغه سروی د هیواد نور ولایتونو هم تر خپل پوښش لاندی راولی.

د یادونی وړده چی نوموړی ورکشاپ د دریو ورځو لپاره دوام کوی چی په ترڅ کی به ئی د مختلفو موضوعګانو لکه امیدواری، ځوانان، جنسیت، زده کړی، کډوالی، معیوبیت، او د کار قوا په هکله چی ارقام ئی د نوموړی سروی په تطبیق سره ترلاسه شوی دی د دی اداری د راپور لیکنی د تیم د غړو په واسطه بیلابیلو پریزنتشنونو په وړاندی کولو سره د ورکشاپ ګډونوالوته معلومات او لازم توضیحات وړاندی شی.