د احصائیوی ارقامو د استفاده کوونکو رضایت سروی پای

د احصائیوی ارقامو د استفاده کوونکو رضایت سروی پای

۱۶ غويی ۱۳۹۶

           د احصائیوی ارقامو د استفاده کوونکو رضایت سروی چه دوه اونی مخکی د کابل ښار په کچه پیل شوی وه د چارشنبی په ورڅ د غوئی ۱۳ نیته پای ته ورسید.

دغه سروی په دولتی مختلفو ادارو ،  غیر دولتی لویو موسساتو او یو شمیر نړیوالو  موسساتو په کچه عملی شوه چه د هغه په ترڅ کی د ادارو چارواکی څخه د احصائیوی ارقاموچه درسمی احصائیی او د سرویو پایلو له امله چه د مرکزی احصائيی له لاری لاس ته راغلی  د استفادی په اړه پوښتنه وشوه ، همدا رنګه د هغوی دقناعت په اړه هم ځینی پوښتنی شویدی چه په عین حال کښی د هغوی وړاندیزونو او نظریاتو د نوموړی ارقامو په اړه مربوطو پوښتنلیکونو کښی درج شول.

د مصاحبو په ترڅ کښی دا روښانه شوه چی اداراتو او موسساتو د سرویګانو له پایلو څخه رضایت ښودلی دی او یادونه یی کړی چه په اکثرو مواردو کښی د پلان جوړولو د پاره د دغه اداری مربوط ارقامو څخه استفاده شوی او کیږی او باور لری کوم ارقام چی د نورو موسساتو له لوری راتولیږی د منلو وړ ندی ، ځکه هغه سرویګانی نشی کولی چی ډیررڼی او بی پري وسی.

د احصائیوی ارقامو د استفاده کوونکو د رضایت سروی چی د وری میاشتی په ۲۶ نیته  پیل شوی وه چه  ۳ تنه د سوپروایزر په حیث او ۱۰ تنه د سرویر په په توګه ګمارل شوی وه چه وکړای شول چی په تاکلی وخت کی د کابل ښار په تولو ناحیو کښی په بریالی دول ترسره کړی.

نوموړی سروی د پخوانی سروی ځنی وروسته چی کارونه یی دوه کاله مخکی د احصائیی مرکزی اداری له خوا عملی شوی وه ترسره کیږی  چی د هغه وروستی پایلی دارقامو د تحلیل څخه وروسته خپریږی.