د پروان او کاپیسا ولایتونه د اقتصادی- ټولنیزی او دموګرافیکی سروی دارقامو د تحلیل توضیحی ورکشاپ پای ته ورسیده.

د پروان او کاپیسا ولایتونه د اقتصادی- ټولنیزی او دموګرافیکی سروی دارقامو د تحلیل توضیحی ورکشاپ پای ته ورسیده.

۲۸ غوایی ۱۳۹۶

د پروان او کاپیسا ولایتونو د اقتصادی- ټولنیزی او دموګرافیکی سروی د ارقامو د تحلیل د څرنګوالی او له ارقامو څخه د پروګرامونو په طرح او ترتیب کی د ګټی اخیستنی له طریقو سره د بلدتیا په خاطر توضیحی ورکشاپ چی د تیری اوونی د سه شنبی په ورڅ پیل شوی وه د پنجشنبی په ورځ د احصائیی د مرکزی اداری د سرپرست محترم انجنیرشیرمحمد جامی زاده او ورسره پلاوی په واسطه د تصدیق پانو په ویشلو سره پای ته ورسید.

لومړی محترم انجنیرشیرمحمد جامی زاده د مرکزی  اداری سرپرست د ټولو ګډونوالو له فعال ګډون څخه د مننی په ترڅ کی هیله څرګنده کړه چی نوموړی ورکشاپ ګټور تمام شوی وي. وروسته بیا نوموړی د ورکشاپ جوړیدو په هکله زیاته کړه له دی کبله چی اقتصادی- ټولنیزه او دموګرافیکی سروی تر د مخه پروان او کاپیسا په ولایتونو کی ترسره شوی وه او په ترڅ کی يی با کیفیت او دقیق ارقام راټول شوی  په همدی موخه د راټول شویو ارقامو په هکله د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د دا ډول یو ورکشاپ جوړول اړین وو چی په خوښی سره دغه پروګرام د ملګرو ملتونو وګړو د صندوق په همکاری جوړشو او تاسی په دی باندی برلاسی کوی څو ورڅخه په استفاده سره ئی د اړوند ولایت د پلانونو په ترتیب او طرحه کی د منلو وړ پایلی لاس ته راوړی.

ښاغلی جامی زاده همدارانګه دی ته اشاره وکړه چی پر نوموړی سروی سربیره یوشمیر نوری سروی ګانی هم د هیواد په کچه د احصائیی د مرکزی اداری لخوا ترسره کیږی چی د دی سروی د ارقامو د تحلیل سره  د بلدتیا په صورت کی تاسی د نوموړی سروی ګانو د ارقامو په تحلیل باندی هم برلاسی کیدلای شی.

په همدی ترتیب د پروان ولایت سکتوری رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کی د نوموړی ورکشاپ د جوړیدو په هکله د احصائیی د مرکزی اداری څخه مننه وکړه او په راتلونکی کی د دا ډول ورکشاپو د جوړیدو غوښتونکی شو.نوموړی د دغه ورکشاپ ګټو ته په اشاری سره د نویو میتودونو او موضوع ګانو سره د بلدتیا په خاطر ډیر اهمیت وړ وباله.
د یادونی وړده نوموړی ورکشاپ چی د غوائی د میاشتی له ۲۶ می نیټی څخه پیل شوی وه د دریو ورځو لپاره دوام درلود چي په کښی د پروان او کاپیسا ولایتونو د دویمی او دریمی واحدونو ۸۰ تنو مسئولینو ګډون کړی وه. په ورکشاپ کی پرمختلف موضوعګانو لکه امیدواری، ځوانان، جنسیت، زده کړی، کډوالی، معیوبیت، د کار قوا، د کورنیو شتمنی، او د هستوګنی د واحدونو ځانګړتیاوی چی د سروی په تطبیق کی ارقام راټول شوی بحث وشو. او په اړه ئی د احصائیی د مرکزی اداره راپورلیکنی د تیم لخوا د مختلفو پریزنتشنونو په لړکی ګډونوالوته لازم توضیحات او تشریحات ورکړل شول.