د جولای د ۱۱ می د نفوسو د نړیوالی ورځی په مناسبت نمانځغونده

د جولای د ۱۱ می د نفوسو د نړیوالی ورځی په مناسبت نمانځغونده

۲۱ چنګاش ۱۳۹۶

د احصائیی مرکزی اداره

د جولای ۱۱ می د نفوسو نړیوالی ورځی ((د کورنی د تنظیم د وګړو د ځواکمنتیا او د ملتونو د پرمختیا )) تر شعار لاندی د وزارتو او دولتی ادارو د یوشمیر مرستیالانو، د پلان او پالیسی رئیسانو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د مرستیال، د نړیوال سازمانانو د استازیو، د احصائیی مرکزی اداری د مشر تابه هیئت او کارکوونکو په ګډون د یوی غونډی په ترڅ کی د دی اداری لخوا و لمانځل شوه.

په پیل کی جلالتمآب محترم انجنیر شیرمحمد جامی زاده د احصائیی مرکزی اداری سرپرست د دی ورځی په مناسبت د غونډی ګډونوالوته د ښه راغلاست په ترڅ کی د موضوع اړوند خبری وکړی زیاته ئی کړه چی د نفوس د اهمیت پربنسټ د جولای ۱۱ مه د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د نفوس د نړیوال په نوم نومول شوی ده او د ۱۹۹۰ کال را په دی خوا په یو زیات شمیر هیوادونو کی له دی ورځی څخه د هرکال لپاره د یوشعار ترعنوان لاندی نمانځل کیږی.

د احصائیی مرکزی اداری سرپرست د نفوسو اهمیت ته په اشاری کولو سره امنیت یوه عمده ستونزه یاده کړه چی په هیواد د سرشمیرنید ترسره کیدو خنده ګرځی په داسی حال کی  چی په هیوادونو کی د دی موضوع د اړتیا له کبله هرلس کاله وروسته سرشمیرنه صورت نیسی. ښاغلی جامی زاده یادونه وکړه چی د دی ستونزو سره سره د احصائیی مرکزی اداری وکولای شول د ټولو کورنیو شمیرنه په ۱۳۸۱ کال کی د هیواد په ټولو ولایتونو کی ترسره کړی ترڅو په اوسنیو شرایطو کی نوموړی برنامه د سرشمیرنی ځای ونیسی ترڅو له دی پلوه د ارقامو تشته ډکه وشی او پر بنسټ ئی هر کال د هیواد د وګړو اټکل د دی لاری لخوا صورت مومی. ښاغلی جامی زاده همدا راز هغو سروی ګانوته اشاره وکړه چی د دی اداری لخوا په ولایتی او د هیواد په کچه تطبیق شوی ده چی د دی سروی ګانو په لړ کی هم د نفوسو ټولی ځانګړتیاوی لکه جنس او عمر په پام کی نیول کیږی چی د تحلیل او شننی وروسته د ارقامو د استفاده کوونکو په اختیار کی ورکول کیږیږ

ورپسی محترم متین شاهین د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال د نفوس د نړیوالی ورځی د اهمیت په مناسبت خبری وکړی او د نفوسو د اهمیت په یادونی سره ئی د کورنی تنظیم د ژوندانه د خپلا جون یوه غوره لامل وباله او دده په آند دغه موضوع د ناغوښتنی امیدواریو څخه د مخنیوی لامل کیږی او په خپل وار سره د نوزیږو د زیږون پر مهال ګواښونه راکموی.

ښاغلی متین د کورنی په تنظیم پانګونه په افغانستان کی د اهمیت وړ وګنله او زیاته ئی وکړه چی دغه موضوع سبب کیږی څو د نوزیږو او د موروالی مړینی کموالی پیداکړی او د کورنیو د  تړلنتیا کچه راټیټه شی او په پایله کی دغه موضوع د کورنیو د اقتصادی او ټولنیز ذهنیت د ښه والی باعث وګرځی.

ورپسی بیا آغلی نبیله مصلح د ښځو چارو مالی او اداری مرستیالی، آغلی سیده مژګان مصطفوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی او اداری مرستیالی، ښاغلی احمد جان نعیم د روغتیا وزارت د پالیسی او پلان مرستیال او ښاغلی محمد ولی مدقق د چاپیریال ساتنی د ملی اداره د پالیسی مرستیال  د دی ورځی په مناسبت د غونډی له جوړیدو له کبله د تبریکی ویلو په ترڅ کی د دی اداری د کوښښونو او زیار استینی په خاطر د مننه څرګندونه وکړه.

هغوی د هیواد نفوسو ته د اشاری په ترڅ  کی یادونه وکړه چی د افغانستان نیږددی نمائی نفوس ځوان نفوس تشکیلوی او زیاته ئی کړه چی که چیری د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت لخوا اغیزمنی پراختیایی برنامه ترلاس لاندی ونیول شی افغانستان کولای شی د دی ځوان نفوس پرمټ نړی په کچه پر یوه پرمختللی او مترقی هیواد باندی واوړی.

 د یادونی وړده چی د ملګرو ملتونو سازمان د کال یوه ورځ د نفوسو د نړیوالی ورځی تر عنوان لاندی نومولی ده او د ۱۹۸۹ کال را په د ی خوا کوښښ کوی څو د نړی د نفوسو د زیاتوالی او ورڅخه د راولاړشویو ستونزو پروړاندی د نړیوالو راوړی ترڅو له دی لاری له ښځو څخه ملاتر د هغوی د  حقونو د پایښت او روغتیا ته د لاس رسی لپاره پیاوړی شی.

د احصائیی مرکزی اداری د ۱۳۹۶ کال د وګړو د اټکل پر بنسټ د هیواد ټول نفوس ۱.۵ میلیونو تنو کوچی وګړو په شمول ۲۹.۷ میلیون تنوته رسیږی چی د هغی نه جملی څخه ۱۵.۲ میلیون تنه ئی نارینه او شاوخوا ۱۴.۵ میلیون تنه ئی ښځینه وی. د یادونی وړده چی په ۱۳۹۶ کال کی د هیواد د میشتو وګړو شمیر شاوخوا ۲۸.۲ میلیون تنه اټکل شوی دی چی د هغی له جملی څخه ۱۳.۸ میلیون تنه ( ۴۸.۹ سلنه) ښځینه نفوس او د ۱۴.۴ میلیون تنه (۵۱.۱ سلنه ) نارینه نفوس تشکیلوی. همدا راز په ۱۳۹۶ کال کی د ۲۸.۲ میلیون تنو د میشت نفوس له جملی څخه ۲۱.۲ میلیون تنه ( ۷۴.۸ سلنه ) کلیوال نفوس او ۷.۱ میلیون تنه ( ۲۵.۲ سلنه ) ښاری نفوس جوړوی.