په افغانستان کې د ۱۳۹5 کال د ژوندانه د وضعیت په سروې کې د اوبو څرنګوالي د ازمایښت د لومړنیو پایلو پرانیست غونډه

په افغانستان کې د ۱۳۹5 کال د ژوندانه د وضعیت په سروې کې د اوبو څرنګوالي د ازمایښت د لومړنیو پایلو

 پرانیست غونډه

د احصائیې مرکزي اداره

۱۸ تله ۱۳۹۶

 

په افغانستان کې د ۱۳۹5 کال د ژوندانه د وضعیت په سروې کې د اوبو څرنګوالي د ازمایښت د لومړنیو پایلو د خپریدو او د تل پاتې پرمختیائی موخو د ۶.۱ او ۶.۲ اړوند د یونسیف او د نړیوال روغتیائی سازمان پر ګډ پروګرام د کتنې غونډه  جوړه شوه.

په غونډه کې چې نن د احصائیې مرکزي ادارې په تالار کې جوړه شوه د دې ادارې پر مشرتابه هئیت برسیره د روغتیا او د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې د وزارتونو، دولتي خپلواکو ادارو، د ملګرو ملتونو د موسسو او د نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړې وه.

په پیل کې محترم پوهنمل احمدجاوید رسولی د احصائیې مرکزي ادارې لوی رئیس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترځ کې، د دې ادارې د کړنو د څرنګوالي او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ژوندانه د وضعیت سروې پر اهمیت او د اجرا پر اړتیا باندې خبرې وکړي او له دولتی او غیر دولتی ادارو او سازمانونو ئې د پالیسیو په طرحه او د پرمختیائی برنامو په جوړولو کې  په سروې کې د څښاک اوبو د ازمایښت د موندنو د کارونې په کلکه غوښتنه وکړه.  نوموړي د خپلو خبرو په ترځ کې وویل، د څښاک اوبو د ازمایښت عملیه د کابل په شمول په لسو ولایتونو کې تر سره شوه چې په یادو ولایتونو کې د اوبو د کیفیت اړوند خورا مهم معلومات په کې راټول شوي دي. نوموړي همدا راز د اروپا د اتحادئې، یونسیف او نورو اړونده نړیوالو سازمانونو څخه چې د سروې او د اوبو د کیفیت د عملیې په تطبیق کې ئې مالي او تخنیکي مرستې کړي دي، مننه وکړه.

ور پسې محترم عطاالله سیدزي د عامې روغتیا د څارنې او ارزونې لوی رئیس او محترم انجنیر غلام قادر د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د اوبو رسولو رئیس د ټولنې په روغتیائې ژوندانه کې د څښاک د پاکو اوبو د اهمیت او له ککړتیا څخه ئې د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د خپلو وزارتونو په استازیتوب ئې په راتلونکي کې د برنامو په جوړولو کې د نوموړي ازمایښت د موندنو له کارولو او په دې اړوند د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

همدا راز په غونډه کې محترم پوهنمل حسیب الله موحد د احصائیې مرکزي ادارې مسلکي مرستیال په افغانستان کې د ژوندانه وضعیت د سروې پر شالید او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ اجندا د تل پاتې پرمختیائې موخو د ۶.۱  او ۶.۲ اړوند دهغې د شاخصونو په  تړاو او د څښاک اوبو د کیفیت د ازمایښت د لومړنیو موندنو په هکله او پر وړاندې ئې د اقتصاد، د کلیو پراختیا او بیا رغاونې او د روغتیا وزارتونو په راتلونکي کې د مکلفیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته ئې کړه چې ارقام د دې ښودونکي دي چې په نوموړو لسو ولایتونو کې چې د سروې په لړ کې چې ازمایښت په کې تر سره شوې ده، د څښاک د اوبو کیفیت ئې په ناوړه وضعیت کې قرار لري. څرنګه چې د دې ولایتونو د څښاک اوبه ۶۴ سلنه د ایکولا باکتریا درلودونکي دي چې زیاتره د نس ناستي او د مړینو په ځانګړي ډول د ماشومانو د مړینې لامل ګرخي چی دا وضعیت په کلیوالي سیمو کې نسبت ښاري ساحو ته په ډیر ناوړه حالت کې قرار لري.

د غوندې د اجندا مطابق محترم لوید نیجک په افغانستان کې د یونسیف د ادارې رئیس هم  د څښاک د اوبو د ازمایښت او ملګرو ماتونو د تل پاتې پرمختیائې موخو سره ئې د تړاو په هکله خبری و کړي او د ایکولا باکتریا ئې د نس ناستي یو مهم لامل و باله او زیاته ئې کړه چې هر کال لس زره ماشومان په افغانستان کې د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د غوندې په بله برخه کې د څښاک اوبو د کیفیت د اجرا او موندنو په هکله د محترم رابرت باین د یونسیف ادارې د اوبو د کیفیت متخصص او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ اجندا د تل پاتې پرمختیائې موخو د ۶.۱ او۶.۲ د مخینې اړوند د یونسیف ادارې د رئیس لخوا هر ارخیزه پریزنتیشنونه وړاندې شول او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې ځوابونه وویل.

غونډه د محترم پوهنمل حسیب الله موحد د احصائیې مرکزي ادارې مسلکي مرستیال په واسطه جمع بندي شوه او د ټولو ګډونوالو څخه ئې د فعالې برخې اخیستنې له کبله د مننې په ترځ کې د نوموړي ازمایښت د پایلو څخه د راتلونکو پرمختیائې برنامو او پالیسیو په جوړولو کې د کارولو او استفادې یو ځل بیا غوښتنه وکړه.