د احصائیې مرکزي ادارې لخوا د افغان جیو پورټال پرانیست غونډه

د احصائیې مرکزي ادارې لخوا د افغان جیو پورټال پرانیست غونډه

4  وری1397

پارک ستار هوتل، کابل

په دې غونډه کې چې په همدې مناسبت د احصائیې مرکزي ادارې لخوا جوړه شوي وه د بنسټیزو سرچینو او معلوماتي تکنالوژۍ په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار، د احصائیې مرکزي ادارې لوی رئیس او مشرتابه پلاوي، د آسیائی پراختیائی بانک رئیس، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي سیستم لوی رئیس، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ تخنیکي سلاکار، د وزارتونو او دولتي ادارو د جغرافیائی معلوماتی سیستم برخې رئیسانو او مسئولینو او د ALCIS بریتانیائی شرکت تیم، ګډون درلود.

غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته ښاغلي احمد جاوید رسولی د احصائیې مرکزي ادارې لوی رئیس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترځ کې د موضوع په اړه خبرې وکړې وئې ویل، د جغرافیائی معلوماتو سیستم چې مخکې د نا همغژۍ له کبله په ډیر لوړ لګښت سره د هیواد په دولتي بنسټونو کې رامنځ ته شوې وه نشوای کولای د دولت په پراختیائي پروګرامونو کې د ګټنې او د مرستندویانو او نړیوالو موسسو د مالي ملاتړ د جلب په خاطر جغرافیائی معلومات له یوې واحدې سرچینې څخه په اختیار کې ورکړي. په هیواد کې د جغرافیائی معلوماتو د راټولولو او وړاندې کولو لپاره د یوې واحدې سرچینې د رامنځ ته کولو په هکله د جلالتمآب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم، د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو، د احصائیې مرکزي ادارې او نړیوالو همکارانو نیژدې یو کال په نوموړي سیستم باندې کار وکړ او رپوټ ئې د جمهوري ریاست لوړ مقام ته وړاندې شو چې د موضوع له هر اړخیزه تحلیل او شننې وروسته پریکړه وشوه ترڅو د جغرافیائي معلوماتو ټول سیستمونه باید چې له یوې واحدې سرچینې څخه اداره شي او دغه مسئولیت د احصائیې مرکزي ادارې ته په هیواد کې د ارقامو د راټولولو، پراسس او خپرولو د یواځنۍ سرچینې په توګه، وسپارل شو.

همدا راز د احصائیې مرکزي ادارې لوی رئیس د دې ادارې په تشکیل کې د جغرافیائي معلوماتي سیستم د انسجام مرستیالۍ د جوړښت رامنځته کیدو ته اشاره وکړه او زیاته ئي کړه چې د احصائیې په مرکزي اداره کې د دې سیستم رامنځته کیدل به د یوې واحدې سرچینې څخه د معلوماتو د وړاندې کولو په لار کې د همغژۍ، له تناقض او له موازي سیستمونو د رامنځته کولو ځنې د مخنیوي، په دې برخه کې د بیځایه پانګونې او آسانه لاس رسي او د معلوماتو په شریکولو کې، مرسته وکړي. د احصائیې مرکزي اداره به د دې سیستم د تطبیق او کارکړنې په خاطر په هیواد کې د همغژي کوونکي په توګه رول و لوبوي او هیله مند یو ترڅو ټولې اړونده ادارې په دې برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې او همکاري وکړي.

وروسته بیا د آسیائی پراختیائي بانک رئیس پخپل وار د موضوع په اړه خبرې وکړې او په هیواد کې د جغرافیائي معلوماتي سیستم د لا زیاتې پیاوړتیا په هکله ئي د خپلې همکارۍ څخه د ډاډ ورکولو په ترځ کې د دې سیستم رامنځته کیدل د احصائیې مرکزي ادارې او همکارانو ته مبارکي وویله.

ورپسې ښاغلي علي ولی د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت تخنیکي سلاکار د خپلو خبرو په لړ کې د جغرافیائي معلوماتو د سیستم شالید ته اشاره وکړه وئی ویل، تر دې وړاندې جغرافیائی سیستم یو خوب وه خو عملآ ئي شتون نه درلود. په ډیره خوښۍ سره نن ورځ مونژ د جغرافیائی سیستم او هغه هم په یوه واحد مرکز کې د رامنځته کیدو شاهدان یو چې دا بریالیتوب ټولو اړونده ادارو او په ځانګړي توګه د احصائیې مرکزي ادارې ته مبارکي وایم او په دې برخه کې د ټولو اړونده ادارو د لازیاتې همکارۍ غوښتونکې یو.                                                                                                                                 

همدا راز ډاکتر محمدهمایون قیومی د بنسټیزو سرچینو او معلوماتي تکنالوژۍ په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار خبری وکړی زیاته ئی کړه، هغه پانګونې کومې چې په ډیره پراخه پیمانه په دې برخه کې شوې دي مخکې په هیڅ کومه بله برخه کې نه دې شوي، خو د دې خورا زیاتو لګښتونو سره سره بیاهم یو منظم سیستم شتون نه درلود او ددې اړتیا احساس کیدله ترڅو یو واحد جیو پورټال ترتیب شي. د جیو پورټالونو شتون په هر هیواد کې د زیات اهمیت درلودوونکي دي او په ټوله نړۍ کې په جیو پورټالونو باندې زیاته پانګونه کیژي. زه ډیر خوښ یم چې د افغان جیو پورټال په ډیره مهمه پرانیست غونډه کې ګډون کوم او ددې بریالیتوب د احصائیې مرکزي ادارې لوی رئیس او مشرتابه پلاوي ته د زړه له کومې مبارکي وایم.

همدارنګه د غونډې په جریان کې د افغان جیوپورټال د کارکړنې د څرنګوالي په اړه د  ALCIS بریتانیائی شرکت د تیم لخوا ځانګړۍ پریزینتیشن هم ګډونوالو ته وړاندې شو.

په پای کې د غونډې کار د ښاغلي حسیب الله موحد د احصائیې مرکزي ادارې د مسلکي مرستیال لخوا و ارزول شو او غونده د احصائیې مرکزي ادارې د لوی رئیس له لورې ګډونوالو ته د ګډون له کولو څخه په مننې سره پای ته ورسیده.