د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مالي او اداري نوی مرستیال معرفي شو

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

داحصایې او معلوماتو ملي ادارې مالي او اداري نوی مرستیال معرفي شو
دوشنبه د جوزا ۲۰مه: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په وړاندیز او د ولسمشرۍ عالي مقام حکم له مخې، ښاغلی عبدالباري یوسفي په مافوق رتبه بست کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وګمارل شو، د ۱۳۹۸ د جوزا میاشتې په ۲۰ نېټه په همدې مناسبت نوموړی د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر محترم احمد جاوېد رسولي لخوا د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ددې ادارې کارکوونکو ته وپېژندل شو.

د غونډې پيل کې احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رييس ښاغلي احمد جاوېد رسولي، مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې ددې ادارې مالي او اداري برخه بنسټیزو سمونونو ته اړتیا لرله، چې د پياوړي کدر عبدالباري یوسفي په راتلو سره به دې برخه کې رغنده بدلونونه او ښه والی راشي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نوی مرستیال عبدالباري یوسفي، ددې ادارې تېر مرستیال د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې روڼتیا، وړتیا او قانون ته درناوی به ددې معاونيت لومړي معیارونه وي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبداتواب بالاکرزی د یاد وزارت د تدارکاتو پخواني ریيس عبدالباري یوسفي کارونه وستایل او زیاته یې کړه چې نوموړي به په بشپړې روڼتیا او چټکتیا خپلې چارې پرمخ بيولې.

د غونډې په پای کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مقام لخوا پخواني معاون ښاغلي میرمحمد کاظم حبيبي هم په ستاینليک ونازول شو.

پدې غونډه کې د لوړ زده کړو وزارت سرپرست، ددې وزارت لوړپوړو چارواکو، د ملي شورا وکيلانو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون کمېشنرانو، د بېلابېلو دولتي 

.ادارو رييسانو او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې معاونينو او کارکوونکو ګډون کړی.