هرات لرغوني ښار کې د الکترونيکي تذکرو وېش څانګه پرانيستل شوه

یکشنبه، ۱۶/۴/۱۳۹۷ نېټه: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې، د الکترونيکي تذکرو وېش لړ کې دا ځل د هرات ولايتي څانګه پرانيسته.

دې غونډه کې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې لوی رييس ښاغلی احمد جاوېد رسولي، د معلوماتي سېستمونو د انسجام او پراختيا مرستيال ښاغلی بهادر هلالي، د نفوسو د احوال ثبتولو لوی رييس ښاغلی عبدالصبور مبارز ، هرات والي ښاغلی عبدالقیوم رحيمي، ددې ولايت مرستيالانو، د ولايتي شورا استازو، علماوو، د دولتي ادارو رييسانو، د مدني ټولنو غړو او يو شمېر وطنوالو برخه اخيستې وه. دا غونډه چې د یکشنبه، په 16/4/1398 نېټې، د هرات الکترونيکي تذکرو ولايتي څانګه کې جوړه شوې وه، ښاغلي رسولي ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو سره وويل: “د الکترونيکي حکومتولي د حکومت له کړندلاريزو موخو ګڼل کېږي او د برېښنايي پېژندپاڼو (تذکرو) وېش د الکترونيکي حکومتولۍ مهم او بنسټيز عنصر ګڼل کېږي”.
د هرات ښاغلی والي د الکترونيکي تذکرو دا مرکز ښه ګام وباله او د مننې ترڅنګ يې له وطنوالو وغوښتل څو ددې خدمتونو څخه ګټمن شي، هغه وويل”الکترونيکي تذکره يو ګټور ملي او باوري سند دی او له خلکو يې وغوښتل څو له دې ملي بهيره ننګه او ملاتړ وکړي.
وروسته د هرات ولايتي شورا غړی ډاکتر نوراحمد حيدري، ددې څانګې پرانستو څخه خوښي وښوده او ويې ويل:” الکترونيکي تذکرې د ښې حکومتولۍ تضمين کوي او د ښه بخته ددې مرکز پرانيستو سره د هرات ولایت اوسیدونکو انتظار پای ته ورسېد”.
د هرات والي او يو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو په دې غونډه کې خپلې الکترونيکي تذکرې ترلاسه کړې.
هرات ولايتي څانګه کې ۶۰ تنه کارکوونکي په دوه شېفټونو کې وطنوالو ته په خدمت بوخت دي، د يادونې وړ ده چې نږدې څو ورځو کې به ننګرهار ولايت کې هم دا ملي بهير پيل شي.