په افغانستان کې د نفوسو نړيوالې ورځې ۲۵مه کلیزه ونمانځل شوه

کابل، د ۱۳۹۸کال د چنګاښ ۲۰مه: د نفوسو نړيواله ورځ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، اقتصاد وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري په ګډه ونمانځل شوه. د جولای یوولسمه د ملګرو ملتونو لخوا د نفوسو نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې چې له ۱۹۹۰ کال څخه راپدېخوا، د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي
پدې غونډه کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس احمد جاوېد رسولي، د اقتصاد وزیر ډاکتر مصطفی مستور ، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیاله ډیوه صمد، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر کوفي کوامی، نور لوړپوړي چارواکي، د مدني ټولنې او رسنیو استازو ګډون کړی و. 
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رييس احمد جاوېد رسولي، ددې ورځې مبارکۍ ويلو ترڅنګ؛ زیاته کړه چې د هېواد د نفوسو مجموعه په روان کال کې، شاوخوا ۳۲,۲ ميليونو تنو ته رسېدلی چې له هغې څخه، ۱۵,۸ ميليونه یې ښځینه او شاوخوا ۱۶,۴ ميلونه نارینه جوړوي؛ ۲۴ سلنه خلک په ښارونو او ۷۱,۳ سلنه یې په کليو کې ژوند کوي؛ همدارنګه شاوخوا ۴,۷ سلنه د هېواد وګړي زموږ کوچي وطنوال تشکیلوي
د اقتصاد وزیر ډاکتر مصطفی مستور وویل: د نفوسو نړيوال نابشپړ کار عملي کولو او ۲۰۳۰ اجنډا پرمختیا لپاره باید ريښتوني ځواب ورکړو. د وروستیو لاسته راوړنو پر اساس هغوی چې شاته پاتې دي، روغتیا او حقوق یې تنظيم شي
آغلې صمد وویل: په افغانستان کې هره ورځ ډېر شمېر میندې د زېږېدنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغې همدا ډول زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې د نفوسو کنټرول په تړاو یو پروګرام پلی کړي څو د میندو او ماشومانو له مړينې څخه مخنیوی وکړي
پدې ګډ کنفرانس کې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي ښاغلي کوفي کوام، د دولت، مدني ټولنې او نړيوالو بنسټونو وغوښتل څو یو بل ته لاس ورکړو او د نفوسو د پراخیتا نړيوال کنفرانس نابشپړ څپرکی بشپړ کړي او د هغو وروسته پاتې ( بې وزله ځوانان او لروپرتو خلکو) ته جدي پاملرنه وکړي.
په ۱۸۰۴کال کې د نړۍ نفوس یو ملیارد تنو ته رسېده او وروسته په شلمه زېږدیزه پېړۍ کې د وګړو وده په چټکۍ سره ډېره شوه
په ۱۹۲۷، ۱۹۶۰، ۱۹۷۴ و ۱۹۸۷ کلونو کې په ترتیب سره د نړۍ نفوس په دوه، درې، څلور او پنځه میليارده تنو ته ورسېدل، دا وده د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان دې ته وهڅوه څو د نړۍ نفوسو کنټرول، د جولای یوولسمه ۱۹۸۹ کال کې نړيوالې ورځې په توګه ونمانځل شي. ۲۵کاله مخکې د نفوسو نړيوالې غونډې  قاهرې ښار کې، د نړۍ دولتونو هوکړه وکړه، څو د ښځو او جونو روغتیايي ژوند ساتنه، پرمختګ او زده کړو برخه کې به تلپاتې او کوټلي ګامونه اخلي
د نفوسو ډېرښت ددې سبب شوی چې ډېرې ستونزې پیدا کړي لکه د خوړو مصوونیت، د بېوزلۍ ډېرښت، د څکلو اوبو کمښت، د هوا ککړتیا او ژوند چاپيریال خرابوالی، د سمو زده کړو نشتوالی، د ځوانانو بېکاري او په افغانستان کې ورته نورې ستونزې رامنځتنه کړي.