په افغانستان کې د څو اړخیزه بېوزلۍ د لومړني راپور خپرېدل

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په افغانستان کې د څو اړخیزه بېوزلۍ د لومړني راپور خپرېدل

دوشنبه د وري دولسمه - ۱۳۹۸:

چارواکي: هېواد کې ۵۰ سلنې نه ډېر د بېوزلۍ کرښې نه ښکته ژوند کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي ځل د څو اړخیزې بېوزلۍ په تړاو راپور خپور کړ.

د څو اړخیزې بېوزلۍ په راپور کې، د روغتیا، د ژوند معیارونو، کار او د امنیت اغېز د خلکو پر ژوند څېړل شوی و.

د راپور موندنې ښيي؛ د څو اړخیزې بېوزلۍ کچه کابل کې ۱۲سلنه او لوړه کچه یې په بادغیس ولایت کې ده چې ۸۱سلنه کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس، احمدجاوېد رسولي په هېواد کې د بېوزلۍ کچې ټیټوالي په اړه د حکومت له هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا د حکومت لومړیتوبونو څخه دي او له کره شمېرو څرګندولو پرته ستونزمنه ده.

هغه وویل، چې ددې راپور تدوین موخه د هېواد پرمختیايي بنسټونو سره مرسته کوي څو پر اساس یې رغنده کړندلارې جوړې کړي.

ښاغلي رسولي د راپور اساسي موخه په هېواد کې د بېوزلۍ کچې ټيټوالي په اړه کوښښ یاد کړ چې د نړیوالو بنسټونو اکسفورډ پوهنتون، د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې خپلې بېلابېلې طرحې وړاندې کړې.

ددې راپور ترڅنګ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۳۹۵ کال د خلکو ژوند څرنګوالي په اړه هم یو ورکشاپ ترسره کړ.

په همدې حال کې، ګډو بنسټونو هم دا راپور وستایه او په هېواد کې د ملي اقتصاد پالیسي جوړولو برخه کې اغېزمن وباله. د غونډې بل ګډونوال د اقتصاد وزیر ښاغلی مصطفی مستور د افغانستان د څو اړخیزې بېوزلۍ راپور په ۲۰۱۶ او  ۲۰۱۷ ۵۴٫۵ په سلو کې یاد کړ چې دا شمېر ۵۱٫۷ سلنه جوړوي.

د اقتصاد وزیر وویل، په ولایتونو او ولسواليو کې هغوی چې له ۴۰ سلنې کمو برخو کې عادي خدمتونو ته لاسرسی لري، د څواړخیزې بېوزلۍ څېړنه کې نه شمېرل کېږي.

دې راپور په ډاګه کړه چې ۳۳٪ بېوزله وو چې څلور اولادونه لري او ۶۱٪ سلنه هغه کورنۍ دي چې له ۱۰ څخه ډېر اولادونه لري.

د اقتصاد وزیر وویل چې ۶۰ سلنه بېوزله کورنۍ یو ډوډوۍ ګټوونکی لري چې نالوستی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې افغان اتباعو ته کار زمینه برابرول یې اساسي دنده ده، د نوموړي وزارت وزیر ښاغلي فیض الله ذکي د افغانستان د څواړخیزې بېوزلۍ راپور د هراړخیزو پالیسو جوړولو برخه کې مهم او رغنده وګڼه، هغه زیاته کړه چې له دقیقې احصایې پرته څېړنې او سروې ګانې نیمګړې دي.

دا راپور کولای شي حکومت  او نړيوالې مرستندویه ټولنې ته کاري لومړيتوبونه ورکړي

د اکسفورډ پوهنتون د بېوزلۍ مرکز مشر پروفیسور سبینا الکایر وویل:

«د افغانستان د څو اړخیزې بېوزلۍ راپور، نه یوازې دا چې د بېوزلۍ تل څرګند کړ، بلکې د کړندلارو جوړولو او څارنې برخه کې هم اغېزمن او کارنده دی. »

همدارنګه، د یونیسف ادارې او د ماشومانو ملاتړ صندوق مشر، جيين ګاف ددې راپور یوې برخې ته ایشاره وکړه چې د ماشومانو بېوزلي یې څرګندوله وویل:

«یونیسف د ماشومانو د بېوزلۍ کچه چې نږدې ۶۰ سلنه ده، له اندېښنې ډکه ده»

ددې راپور غونډه د حکومت د رسنیو مرکز کې د دولتي چارواکو، نړیوالې ټولنې استازو په ګډون د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا جوړه شوې وه.