د اداری فساد پر وړاندی د مبارزه طرزالعمل

د لوی او بخښونکي خدای په نامه

د اداری فساد پر وړاندې د مبارزی کړنلاره

سریزه:

افغانستان د پرمختګ په حال کې یو هیواد ده او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت هڅه کوی چه د هیواد د اقتصادي بنسټونو د پراختیائی پلانونو د طرحی او تطبیق له لاری د خلکو د سوکالی او هوسا ژوندانه لپاره زمینه برابره کړی.

دا موخه هغه وخت ترلاسه کیدای شی چه د یوی ښی او له فساد  څخه پاکې حکومت والی زمینه را مینځ ته راشی او دا نه یوازې د افغانستان د دولت موخه ده بلکه د نړیوالې ټولنې او له افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو نظر هم ده.

دولت د یوی شفافی، حساب ورکونکی او د فساد څخه پاکې اداری د جوړولو لپاره جدی او غوڅه مبارزه پیل کړی ده چه په دی مبارزه کی باید ټول ملی او نړیوال نهادونه فعاله ونډه واخلی.

د احصائیې مرکزی ا داره هم پدی مبارزه کی ور ګډه ده او د هر رنګه فساد د مخنیوی او اداری فساد سره د مبارزی په خاطر ئې دغه کړنلاره طرح او ترتیب کړی ده ترڅو د دی کړنلاری په چوکاټ کی د یوی سالمی ځواب ورکونکی او د ظرفیت وړ ادارهې د رامنځ ته کیدو په منظور غوڅه او جدی مبارزه  وکړي.

مبنا:

دا کړنلاره د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې پر تطبیق د څانې د  قانون د ۲۱ مادی او د احصائیی د ملی ستراتیژی پر بنسټ وضع شوی ده.

موخه:

د سالمی، ځواب ور کونکی او د اداری فساد نه پاکې اداری را منځ ته کول.

لمړی څپرکی

د قانون، مقررو او کړنلارو په هکله د کارمندانو پوهاوی

لمړی ماده:

(۱) د قانون مقررو او کړنلارو په هکله د کارکونکو د پوهاوی لپاره د ورکشاپونو او سیمینارونو جوړول په تیره هغه اسناد چه د اداری فساد سره د مبارز په خاطر وضع شوی دی .

(۲) د کارکونکو د لا زیات پوهاوی لپاره په مناسبو ځایونو کی د پوسترونو او تبلیغاتی اسنادو نصبول.

 (۳)یاد شوو اسنادو ته د ټولو کارکونکو د لارسی لپاره د آسانتیاوو برابرول.

دوهمه ماده:

(۱) د اداری فساد د له منځه وړلو لپاره د اداری د ظرفیتی ستونځو داړتیا وو سنجول.

(۲) د ټولو کارمندانو لپار د زده کړی د کورسونو په لاره اچول په ځانګړي ډول د تدارکاتی مالی او تفتیش کارمندانو لپاره.

 (۳) د ادارې د کارمندانو د تحصیلی سویی لوړول.

(۴) د لا زیاتو علمی او تخنیکی معلوماتو د تر لاسه کولو او د تجربو د حاصلولو لپاره د کارمندانو مخصوصا د مالی، تدارکاتی او تفتیش برخو کارمندانو  نړیوال ورکشاپونو او سیمینارونو ته  معرفی کول.

دوهم څپرکی

خریدارۍ، قراردادونه او مالی کارونه

دریمه ماده:

(۱)د خریداریو د افر د پرانیستلو او قراردونو د ارزونی د هیئت په  ترکیب کی د صادقو او کارپوهو کسانو ګومارل.

(۲)د تدارکاتو د قانون او د هغې اړوندو  کړنلارو مطابق د توکو د برابرولو او تدارکاتو د ټولو چارو تنظیمول.

(۳) د تدارکاتو په ټولو کارنو کی د عامه ګټو په نظر کی نیول.

(۴)د داوطلبانو په حضور کی د تدارکاتو د قانون او اړونده  کړنلاری سره سم د افر پرانیستلو او ارزونی د جلسو دایرول.

(۵) په تدارکاتی، مالی او د تفتیش په پستونو کی د کار پوهو، صادقو او ژمنو کسانو مقررول.

(۶) د اداری د ټولو مالی سیستمونو الکترونیکی کول .

دریم څپرکی

د سیستمونو ساده کول

څلورمه ماده:

(۱) د اداری په مسلکی او اداري ټولو فعالیتونو کی الکترنیکی وسایلو او امکاناتو ته پراختیا ورکول.

(۲) د وخت له ضایع کیدو څخه د مخنیوی او د کار د کیفیت د ښه والی په خاطر د ټولو پوښتنلیکونو، کړنلارو او د ارقامو د پروسس ساده کول.

(۳) د وخت د غوښتنو سره سم د ارقامو د کیفیت د ښه والی په خاطر د ارقامو او احصائیوی معلوماتو د راټولولو د پوښتنلیکونو طرحه کول، تجدید او معیاری کول.

(۴) د کار د پروسی د چټکتیا په خاطر د فترونو مخصوصا  د تدارکاتی، مالی او تفتیش څانګو په الکترونیکی وسایلو سمبالول.

(۵) د ساده کولو په خاطر د اداری د ټولو کاری سیستمونو ارزونه.

د احصائیوی ارقامو استفاده کونکو لپاره د زیاتو آسانتیاوو برابرول.

 

څلورم څپرکی

څارنه، ارزونه او تفتیش

پنځمه ماده:

(۱) د ذیصلاح امرینو لخوا د تدارکاتی او مالی چارو دوامداره څارنه.

(۲) د سرویګانو له ټولو پړاونو د تطبیق له څرنګوالی څارنه.

شپږمه ماده:

(۱) د داخلی تفتیش د جوړ شوی پلان سره سم د تدارکاتی او مالی اسنادو تفتیش او ارزونه.

(۲) د تفتیش له ارزونی د میندنو دقیق تحلیل او بر رسی کول او د اړوندو قوانینو په چوکاټ کی د لازمو تصمیمونو نیول.

(۳) د تفتیش د څارنې او ارزونی څخه د لاس ته راغلو پایلو د نیمګړتیاوو او نواقصو د لری کولو لپاره د لازمو تدبیرونو نیول.

(۴) د هغو موضوعاتو چه عدلی او قضائی ولري اړونده مراجعو ته محول کول.

(۵) د اداری فساد له را منځ ته کیدو د مخنیوی له پاره د تفتیش او کنترول د ادارې، د اداری فساد پر وړاندی د مبارزی ادارې ټولو لارښودنو او کړنلارو او د لوړ پوړو مقاماتو د احکامو او قوانینو تطبیق کول.

پنځم څپرکی

د تطبیق څرنګوالی

اومه ماده:

(۱)د کړنلای د تطبیق په خاطر د باصلاحیته کمیتی جوړول .

(۲) کمیته د مالی او اداری معین تر نظر لاندی د تفتیش ریاست، د پلان او پالیسی ریاست، د بشری سرچینو ریاست او د ساحی د عملیاتو له ریاست څخه جوړیږي.

(۳) د کمیتی غړي د پلان او پالیسی ریاست په وړاندیز او د ادارې د مقام د تائید په اساس ټاکل کیږي.

(۴) د کمیتی غونډې په میاشت کی یو ځل او د اړتیا په صورت کی په فوق العاده توګه د کړنلاری د موادو د تطبیق او د اداری فساد په اړوندو نورو موضوعاتو د څیړلو لپاره دایریږی.

اتمه ماده:

د شکایتونو، ستونځو، وړاندیزونو او د نظریاتو د د ثبت د سیستم رامنځ ته کول.

نهمه ماده:

د موظفی کمیتی لخوا د همدی کړنلاری د ۸ مادی ټولو شاملو موضوعاتو ته رسیدګي.

لسمه ماده:

د ادارې رهبری هیئت ته د کمیتی د میاشتنیو غونډو د ګزارش وړاندی کول.

یوولسمه ماده:

دا کړنلاره په پنځو څپرکو او یوولس مادو کی ترتیب او د رهبری هیئت د تصویب وروسته د اجرا وړ دی